د ایران د سپاه پاسدارانو له مرکزي قوماندانۍ څخه د شنبې په سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ځینې پوځي اډې او استوګنځي په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امریکا د ایران پر جنوبي سواحلو هوايي بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې سپاه پاسداران د غبرګون په توګه د امریکايي ځواکونو پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
سپاه همداراز ادعا کړې چې د اسلاماباد د تفاهملیک د پنځم بند له مخې، د هرمز تنګي د تګ راتګ د تنظیم مسؤلیت د ایران پر غاړه دی، خو امریکا هڅه کړې چې له دغو ترتیباتو سرغړونه وکړي.
د خبرپاڼې په پای کې سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که پر ایران بیا بریدونه تکرار شي، نو د دوی راتلونکی غبرګون به تر دې هم پراخ او سخت وي.
لیکوال:سعید سمیر








