د اسرائیل د ملي امنیت وزیر، ایتامار بنګویر، د غزې تړانګې پولې ته نږدې د استوګنځایونو د پلویانو په یوه لاریون کې اعلان وکړ چې غزه د اسرائیل برخه ده او د غزې په تړانګه کې یې د یهودي مېشت ځایونو د بیا جوړولو غوښتنه وکړه.
بنګویر د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۸مه، په دې لاریون کې وویل: «غزه زموږ ده.» هغه همدارنګه د خپلې وینا ویډیو په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپره کړې او ادعا یې کړې چې اوس د غزې تړانګې ۷۰ سلنه خاوره د اسرائیل تر کنټرول لاندې ده.
دا لاریون د اسرائیل په سوېل کې، د غزې پولې ته نږدې، ترسره شو. د الجزیرې د راپور له مخې، شاوخوا ۱۰ زره کسانو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د یهوديانو د غزې ته د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کوله.
ګډونوالو د «له ۲۱ کلونو وروسته بېرته خپل کور ته» شعارونه ورکول او د اسرائیل له حکومته یې وغوښتل چې په غزه کې د یهودي مېشت ځایونو د جوړولو بهیر بیا پیل کړي. هغوی همدارنګه غوښتنه وکړه چې په غزه کې دې، د لوېدیځې غاړې په څېر، د یهودانو مېشت ځایونه جوړ شي.
د دې لاریون تنظیموونکي او هغه ښی اړخی ګوند چې بنګویر یې غړییتوب لري، د هغه بهیر د بیا راژوندي کولو غوښتنه کوي چې په ۲۰۰۵ کال کې درول شوی و. په هماغه کال کې، اسرائیل د غزې د وتلو د پلان له مخې، په دې سیمه کې یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړل او د غزې دننه یې د مېشتو حضور پای ته ورساوه.
د بنګویر څرګندونې او په غزه کې د مېشت ځایونو د بیا جوړولو غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې دا موضوع د اسرائیل او فلسطین د شخړې له تر ټولو جنجالي مسئلو څخه شمېرل کېږي او د فلسطینیانو او د نړیوالې ټولنې د یوې لویې برخې له پراخ مخالفت سره مخ ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








