د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د موبیګروپ اړوند د «لاپیس» رسنیز دفتر د طالبانو د استخباراتو له خوا تړل کېدل غندلي او د دغه دفتر د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په وزیر اکبرخان سیمه کې د لاپیس پر دفتر چاپه وهلې، دفتر یې تړلی او کارکوونکو ته یې خپلو کورونو ته د ستنېدو امر کړی دی.
د مرکز په وینا، د استخباراتو ځواکونو د دفتر یو شمېر وسایل هم له ځان سره وړي او یوه سرچینه وايي، د لاپیس دوسیه به له نورو څېړنو وروسته محکمې ته ولېږل شي.
په ورته مهال، د طالبانو اړوند «هندوکش غږ» ادعا کړې چې لاپیس د «مستهجنې او غیراخلاقي منځپانګې» د خپرولو له امله تړل شوی دی. دغه رسنۍ ادعا کوي چې لاپیس د هنرمندانو سندرې، کنسرتونه او هغه تصویري مطالب خپرول چې د لوېدیځ له افکارو او سبک سره تړاو لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د لاپیس تړل کېدل ښايي له دغې کمپنۍ سره د تړلو نورو رسنیو پر فعالیتونو هم اغېز وکړي.
دغه مرکز په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې محدودوونکي اقدامات پای ته ورسوي، د لاپیس دفتر بېرته پرانیزي او کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې له نیول کېدو او محدودیت پرته خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








