TOOSnews
اعلان
د ترینګلتیاوو زیاتېدو سره هم مهاله جمعه خان فاتح د زابل ولایت د مرستیالۍ له دندې ګوښه شو.
افغانستانټوس نیوز

د ترینګلتیاوو زیاتېدو سره هم مهاله جمعه خان فاتح د زابل ولایت د مرستیالۍ له دندې ګوښه شو.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند،ذبیح الله مجاهد، ویلي چې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده جمعه‌خان فاتح د زابل ولایت د والي د مرستیالۍ له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې فیض‌الله تمیم، د معیار او کیفیت ادارې پخوانی مشر، ټاکلی دی. په نوي حکم کې جمعه‌خان فاتح ته کومه نوې دنده نه ده سپارل شوې.

ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ نېټه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د طالبانو په اداري جوړښت کې د نوو ټاکنو خبر ورکړ. د دې حکم له مخې، یو شمېر لوړپوړي چارواکي لکه د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس، د کورنیو چارو وزارت د لوړ معینیت د ارکانو رئیس، د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک مرستیال، او د سرحداتو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت مرستیال هم بدل شوي دي.

د دغو بدلونونو له ډلې، جمعه‌خان فاتح یوازینی چارواکی دی چې له خپلې دندې ګوښه شوی، خو بل کومه نوې دنده نه ده ورکړل شوې.

په همدې حال کې، باخبره سرچینو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د غړو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او د داخلي نښتو احتمال لوړ شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو مشر جمعه‌خان فاتح «یاغي» بللی او د هغه پر وړاندې یې د اقدام امر کړی دی.

د «یاغي» اصطلاح طالبان د هغو کسانو لپاره کاروي چې له دوی سره مخالفت کوي یا اعتراض څرګندوي. دې ډلې په تېرو کلونو کې هم ځینې ناراضه غړي او قوماندانان د همدې نوم لاندې له جوړښت څخه لرې کړي دی.

سرچینې همداراز ویلي چې له دې وړاندې څو پړاوه خبرې د جمعه‌خان فاتح او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز، ترمنځ ترسره شوې وې، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

په همدې حال کې راپورونه ښيي چې طالبانو د دې تاجک‌تباره قوماندان پر ضد د اقدام لپاره د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر ځواکونه د بدخشان دروازو ته لېږلي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.