سرچینو ویلي چې د طالبانو د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند د کندهار د امني، عبور او مرور شرطې ځواکونو له مسوولانو غوښتي، د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او نوي ځوانان او ږیره خرېیلي کسان تلاشي کړي، ځکه د هغه په وینا «فساد په همدوی کې دی».
نوموړي دغه څرګندونې د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې د شاوخوا ۸۰۰ طالب نظامي منسوبینو په ګډون جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې کړي دي. هغه ویلي چې مسوولان باید د خپلو ادارو دننه د نظم، اصلاح او سالم مدیریت لپاره هڅې زیاتې کړي.
د کندهار والي د نظامي منسوبینو د اخلاقو، چلند او شخصي کړنو څارنه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې هغه کسان باید وپېژندل شي چې د دوی د ادارې له اصولو او ارزښتونو سره سم عمل نه کوي.
هغه همدارنګه د نظامي منسوبینو د ګومارنې پر مهال سپارښتنه وکړه چې د ظاهري بڼې پر ځای د باور، اخلاص او وړتیا معیارونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
په همدې غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي هم د ځینو چارواکو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې یو شمېر وزیران د مجاهدینو پوښتنې ته نه ورځي، خو د کرکټ د لوبغاړو د لیدو لپاره وخت پیدا کوي.
شرعي د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د رول په اړه هم وویل، که نوموړی نه وي، د امارت ځینې غړي به ډېر ژر خپل اوسنی طرز بدل کړي او «نېکټایي» به وتړي.
د هغه دا څرګندونې ظاهراً د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته اشاره بلل کېږي، چې څه موده وړاندې د کرکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی و.
لیکوال:سعید سمیر








