د قزاقستان د ډاکټرانو پلاوی له خپل بشري طبي مأموریت وروسته له کابله خپل هېواد ته ستون شو. د دې طبي پلاوي یوه لوړپوړي غړي، د خپلو کتنو پر بنسټ، د افغانستان وضعیت «جګړهییز» بللی.
سریک بالګازاروف، د قزاقستان د ټراماټولوژي او ارتوپیډي د ملي علمي مرکز مرستیال، چې له دې پلاوي سره کابل ته تللی و،ویلي چې د دې سفر موخه د افغانستان خلکو ته علمي او عملي طبي خدمتونه وړاندې کول وو. هغه زیاته کړه چې ټول ترسره شوي جراحي عملیات ډېر پېچلي وو او د ده په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د جګړو له دوام سره تړاو لري.
هغه په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې افغانستان لا هم په جګړهییز حالت کې دی او د دې هېواد ګڼ شمېر ځوانان د ماینونو د چاودنو له امله د رامنځته شویو ټپونو له پایلو سره مخ دي.
بالګازاروف د دې بشري مأموریت د موخې په اړه ویلي: «د نړۍ ډاکټران له یو بل سره هېڅ توپیر نه لري. موږ د دین او مذهبي باورونو له توپیر پرته، د انسانانو د مرستې په ګډ هدف سره یوځای کار کوو.»
دغه طبي پلاوی د قزاقستان د جراحۍ، رنځپوهنې، د زړه او رګونو،ماشومانو او یورولوژي له مخکښو متخصصانو څخه جوړ و. د افغانستان د سفر پر مهال، د دې پلاوي غړو د پېچلو جراحي عملیاتو او تخصصي مشورو ترڅنګ خپلې طبي تجربې له افغان ډاکټرانو سره شریکې کړې او په ګډو طبي غونډو کې یې هم ګډون وکړ.
همدارنګه، د «قزاقستان د طبي ورځو» د پروګرام په چوکاټ کې، افغانستان ته د بشري مرستو یوه جوپه طبي تجهیزات وسپارل شول، چې په کې د پېچلو هډوکو ماتېدنو د درملنې لپاره د ایلیزاروف ارتوپيډي وسایل هم شامل وو.
دغه طبي پلاوی د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ اوومه، په افغانستان کې د خپل مأموریت تر پای ته رسېدو وروسته بېرته قزاقستان ته ستون شو او د دغه هېواد د پلازمېنې په هوايي ډګر کې یې هرکلی وشو.
لیکواله:سلیمه آریایي








