TOOSnews
اعلان
خالد حنفي د هبت اللّه د ټولو فرمانونو اطاعت پرموږ واجب دى.
افغانستانټوس نیوز

خالد حنفي د هبت اللّه د ټولو فرمانونو اطاعت پرموږ واجب دى.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي د دغه وزارت له مسوولینو سره په یوې غونډه کې ټینګار کړی، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د ټولو فرمانونو اطاعت کول واجب دي. نوموړي ادعا کړې، چې د رهبریت ټول فرمانونه شرعي بنسټ لري او هر مسوول باید پرې عمل وکړي.

حنفي خپلو کارکوونکو ته ویلي: «د رهبریت لخوا کوم فرمانونه چې صادریږي، پر هر مسوول له ما تر هر چا پورې یې اطاعت واجب دی، ځکه هر فرمان د شریعت مطابق دی. که اطاعت نه وي، امارت به نه وي.»

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې په وروستیو کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه زیات شوي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو ځینې لوړپوړي غړي د هبت‌الله اخندزاده له ځینو فرمانونو سره مخالفت لري. عباس ستانکزی او سراج‌الدین حقاني هغه څېرې بلل کېږي، چې خپل اختلافات یې په ښکاره ډول څرګند کړي دي.

تر دې وړاندې، هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په استول شوي پیغام کې ویلي وو، چې پخواني حکومتونه د مخالفتونو او بې‌اطاعتیو له امله ړنګ شوي دي. هغه زیاته کړې وه، چې مسلمانان تل د خپلمنځي اختلافاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوي دي.

همداراز، د طالبانو مشر په خپلې وروستۍ وینا کې له خلکو د بې‌قید او شرطه اطاعت غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو د ځینو غړو او منتقدینو له نیوکو سره مخ شوه. منتقدین وایي، دا ډول څرګندونې داسې انګېرنه رامنځته کوي، چې ګواکې نوموړی ځان له نورو لوړ ګڼي.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو د مشر او د هغه د نږدې کسانو وروستۍ څرګندونې د ډلې دننه د ژورو اختلافاتو او اندېښنو نښې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.