TOOSnews
اعلان
خامنه‌يي: د ایران پر ضد د بریدونو عاملین باید په کورنیو او نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
نړۍټوس نیوز

خامنه‌يي: د ایران پر ضد د بریدونو عاملین باید په کورنیو او نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

مجتبی خامنه‌يي، د ایران د اسلامي جمهوریت نوي مشر، د قضائیه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې امریکا او اسرائیل د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو د جګړو پر مهال د «جنایتونو» په ترسره کولو تورن کړل او ویې غوښتل چې دغه قضیې دې په کورنیو او نړیوالو محکمو کې وڅېړل شي او عاملین دې مجازات شي.

هغه د هغه څه په یادولو سره چې «د ایران د ملت تر پښو لاندې شوي حقوق» یې وبلل، وویل چې د خلکو د وژل کېدو، ایران ته د اوښتو زیانونو، پر روغتیايي او خدماتي مرکزونو د بریدونو، او هغه څه چې ده یې «د ماشومانو وژنه» او «جګړه‌ییز جنایتونه» وبلل، باید د «سلګونو او حتی زرګونو حقوقي دوسیو» په چوکاټ کې تعقیب شي.

د ایران نوي مشر ټینګار وکړ چې «د جنایتکارانو ګرېوان باید ونیول شي او هغوی ته د خپلو جرمي کړنو سزا ورکړل شي.» هغه همدارنګه وویل چې د ده په باور، د ځینو امریکايي او اسرائیلي چارواکو اعترافونه او څرګندونې د دغو بریدونو په اړه، د حقوقي او قضايي تعقیب لپاره د بنسټ په توګه کارېدلی شي.

د دغه پیغام په دوام کې له قضائیه قوې غوښتنه شوې چې هغه حکم، چې تېر کال د «دویمې تحمیلي جګړې د جنایتونو» د څېړنې لپاره صادر شوی و، « درېیمې تحمیلي جګړې» ته هم وغځوي او دا دوسیې په دوامداره توګه د حکم تر صادرېدو او عملي کېدو پورې تعقیب کړي.

په پیغام کې راغلي چې د ده په باور، دا ډول اقدام کولی شي د ورته «جنایتونو» د تکرار مخه ونیسي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.