په کندوز ولایت کې ځايي سرچینو د احمد په نوم د یوه تښتول شوي ماشوم د وژنې خبر ورکړی، چې د اللهمحمد زوی و. دا پېښه یو ځل بیا په دې ولایت کې د جنايي جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د تښتونو، د زیاتوالي په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
سرچینو د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳۱مه، ویلي چې دغه ماشوم د پیسو د ترلاسه کولو په موخه د تښتوونکو له لوري تښتول شوی و. د هغوی په وینا، وروسته له هغه چې د احمد کورنۍ د غوښتل شوو پیسې د ورکړې توان نه درلود، تښتوونکو هغه وواژه.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، تښتوونکو د ماشوم له وژلو وروسته د هغه مړی کورنۍ ته وسپاره. دا پېښه د احمد کورنۍ د غم لامل شوې، په داسې حال کې چې هغوی مخکې د خپل ماشوم د ژغورلو هڅې کړې وې.
سرچینې وایي چې د احمد د کورنۍ غړو د خپل ماشوم د موندلو او د قضیې د تعقیب لپاره اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه د تښتوونکو د پېژندنې یا نیولو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په ځینو ولایتونو کې د جنايي جرمونو، لکه تښتونې او وژنې، د دوام په اړه راپورونه خپرېږي. ځايي اوسېدونکي وایي چې داسې پېښې د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د امنیت په اړه جدي اندېښنې زیاتوي.
تر دې دمه په کندز ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د دې قضیې د څېړنې په اړه نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








