TOOSnews
اعلان
سپاهي ميهن مشر: موږ روغ يو او خپلې موخې تعقيبوو.
افغانستانټوس نیوز

سپاهي ميهن مشر: موږ روغ يو او خپلې موخې تعقيبوو.

۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې «سپاهي میهن» قوماندان قیوم ملنګ، د بدخشان ولایت پر یفتل پایین ولسوالۍ له بریده پنځه ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره غږیز پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې دی او د ده ټول ملګري روغ دي. نوموړي د طالبانو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي د دغې جبهې یو شمېر غړي یې نیولي دي.

قیوم ملنګ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، په خپل غږیز پیغام کې وویل: «زه په بشپړه روغتیا کې یم. د دښمن تبلیغاتو ته پام مه کوئ. موږ ټول روغ او سلامت یو.»

هغه زیاته کړه چې د «سپاهي میهن» جبهه خپلې ځانګړې موخې او پلانونه لري او غړي یې ازادي تر هر څه غوره ګڼي.

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي چې څو ورځې وړاندې د «سپاهي میهن» جنګیالیو د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز ناڅاپی برید وکړ. د راپورونو له مخې، بریدګرو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ پر ودانیو ولکه ټینګه کړه، ځینو دولتي ودانیو ته ننوتل، پوځي تجهیزات یې له ځان سره یوړل او د خپلې ډلې بیرغونه یې پر ځینو ودانیو پورته کړل.

طالبانو له برید وروسته اعلان کړی و چې د «سپاهي میهن» جبهې یو شمېر غړي یې نیولي، خو قیوم ملنګ دا ادعاوې رد کړې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د طالبانو په تبلیغاتو باور ونه کړي.

بل لور ته، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د برید له ترسره کېدو وروسته بدخشان ته سفر وکړ او ادعا یې وکړه چې طالبانو د بریدګرو پلان شنډ کړی او هغوی خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

د هغه په وینا، د برید له ترسره کېدو مخکې یې د وسله‌والو د پلان په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او د همدې معلوماتو پر بنسټ یې بدخشان ته سفر کړی او خپلو ځواکونو ته یې د اقدام امر ورکړی و.

همدارنګه، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي هم په اېکس کې ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو دي. هغه خبرداری ورکړی چې د ده په وینا، هغه کسان چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي، «د هېڅ ډول رحم وړ نه دي».

د یفتل پایین ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له ولکې وتل د بدخشان د وروستیو امنیتي تحولاتو له مهمو پېښو څخه بلل کېږي او لا هم د دې برید په اړه سیاسي او امنیتي بحثونه روان دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.