TOOSnews
اعلان
ځايي سرچينې: د طالبانو د محکمې رئيس د خوست ـ کابل پر لاره په ترافيکي پېښه کې وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

ځايي سرچينې: د طالبانو د محکمې رئيس د خوست ـ کابل پر لاره په ترافيکي پېښه کې وژل شوی.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې په کندهار او خوست ولایتونو کې وايي، چې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د واکمنې ډلې ۶ غړي، د خوست ولایت لپاره د ط-البانو د محکمې د رییس په ګډون، وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، لومړۍ پېښه د کندهار – سپین‌بولدک پر لویه لاره رامنځته شوې، چې پکې د ط-البانو د ځانګړو ځواکونو ۵ غړي وژل شوي دي. دغه پېښه پرون د سپین‌بولدک پر ګڼې‌ګوڼې لارې شوې ده.

ځايي سرچینې زیاتوي، چې د پېښې شدت دومره ډېر و، چې د دغو کسانو موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. تر اوسه د پېښې د اصلي لامل او د ښکېلو موټرو د ډول په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو سرچینې تاییدوي چې قربانیان د واکمنې ډلې اړوند د ځانګړو ځواکونو غړي وو.

هم‌مهاله، په بله جلا پېښه کې د کابل – خوست پر لاره د خوست ولایت لپاره د طالبانو د محکمې رییس هم وژل شوی دی. د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د هغه څو ملګري هم ټپیان شوي دي.

په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو د خپلې محکمې د رییس وژل کېدل تایید کړي، خو د پېښې د نورو جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. بل‌خوا، د کندهار ځايي چارواکو تر اوسه د کندهار – سپین‌بولدک د لویې لارې د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د کندهار – سپین‌بولدک او کابل – خوست لویې لارې د افغانستان له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال پکې لسګونه مرګونې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چټک موټر چلول، د سړکونو خرابوالی، د معیاري ترافیکي نښو نشتوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د دغو پېښو اصلي لاملونه دي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان پر لویو لارو د ترافیکي پېښو زیاتوالي د خلکو اندېښنې ډېرې کړي دي. کارپوهان وايي، د منظم ترافیکي مدیریت نشتوالی، د سړکونو کمزورې زېربناوې او د ژغورنې د امکاناتو کمښت د سړکونو د پېښو د مرګ‌ژوبلې عمده لاملونه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.