ملاله یوسفزۍ، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د استازو بلنه بروکسل ته «ډېره خواشینوونکې او ژوره حېرانتیا» رامنځته کړې ده. هغې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا ډله نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړې محروموي او هغوی د اجباري ودونو له ګواښ سره مخ کوي.
ملاله یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ نېټه، په اکس ټولنیزې شبکې کې د اروپايي ټولنې چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې هغه کسان چې دې غونډې ته بلل شوي، د داسې ډلې استازي دي چې په وروستیو اوونیو کې یې په هرات کې لسګونه ښځې یوازې د ظاهري پو ښښ له امله نیولي دي.
د ښځو د حقونو دې فعالې زیاته کړه چې طالبانو هغه ښځې چې د هغې په وینا د خپلو نظرونو د څرګندولو یا د دې ډلې له مقرراتو سرغړونې لپاره یې اقدام کړی، نیولي، وهلي او شکنجه کړې دي.
په همدې حال کې، اروپايي کمیسیون اعلان کړی چې د طالبانو یو هیئت یې بروکسل ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بللی، هغه کسان چې جرمي سابقه لري یا یې د پناه غوښتنه رد شوې ده. دغه کمیسیون ټینګار کړی چې له طالب استازو سره به خبرې په تخنیکي کچه ترسره شي. ټاکل شوې وه دا غونډه د سېشنبې په ورځ په بروکسل کې ترسره شي.
بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. یو شمېر مدني فعالانو، افغانو ښځو او ځینو اروپايي سیاستوالو او ګوندونو له دې پرېکړې نیوکه کړې ده. منتقدین باور لري چې دا اقدام کېدای شي د اروپايي ټولنې د بشري حقونو له ارزښتونو څخه شاتګ او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په معنا تعبیر شي.
ملاله یوسفزۍ په خپلو خبرو کې ویلي چې طالبان د هغې په وینا د «جنسیتي اپارتاید» له لارې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه حذفوي. هغې ټینګار کړی چې اروپا باید داسې یوې ادارې ته مشروعیت ورنه کړي چې د هغې په باور د نړۍ د تر ټولو جدي بشري حقونو د بحرانونو مسووله ده.
دې د تعلیم او بشري حقونو فعالې همدارنګه ویلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغانو ښځو او نجونو د حقونو پر محور وي او دا موضوع باید د هرې خبرې په پیل او پای کې په پام کې ونیول شي.
ملاله یوسفزۍ مخکې هم د غبرګولي په ۲۵مه خبرداری ورکړی و چې داسې خبرې کېدای شي د طالبانو د حکومت د دیپلوماټیک منلو په توګه تعبیر شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








