د ملګرو ملتونو په ملاتړ د «ریچ» (REACH) سازمان نوې ارزونه ښيي چې د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده او په ۴۴ سلنه سیمو کې په تېرو درېیو میاشتو کې د خوارځواکۍ د پېښو شمېر دوه برابره شوی دی.
د ارزونې له مخې، په هېواد کې د خوراکي توکو د بیو بېساري لوړوالي له امله خوراکي ناامني هم زیاته شوې ده. په پنجشېر کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي کچه ۸۹ سلنه، فاریاب کې ۸۵ سلنه او لغمان کې ۸۳ سلنه ثبت شوې ده.
دغه سروې د مې له ۱۰مې د جون تر ۷مې نېټې پورې د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې د ۱۲ زره او ۸۵۴ مرکو او باوري ځایي سرچینو پر بنسټ ترسره شوې ده.
راپور وايي، ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. همداراز، ۵۵ سلنه سیمو په تېرو ۳۰ ورځو کې د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي او ۶۳ سلنه سیمو په سیمهییزو بازارونو کې د ناڅاپي ګرانۍ خبر ورکړی دی.
په ۸۷ سلنه سیمو کې خلکو د عاید او خوراکي توکو د کمښت له امله د خپلو مالونو او څارویو پلورلو ته مخه کړې، په داسې حال کې چې ۶۵ سلنه سیمو خوراکي ناامني جدي ستونزه بللې ده. ۲۵ سلنه سیمو ویلي چې ډېری اوسېدونکو یې په تېره یوه میاشت کې کافي خواړه نه دي موندلي.
ارزونه ښيي چې په ۶۰ سلنه سیمو کې ماشومان د کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره درنو کارونو ته اړ ایستل شوي دي.
اقتصادي ستونزې هم د بېځایه کېدو مهم لامل بلل شوي دي؛ ۸۰ سلنه سیمو مالي ستونزې او ۷۹ سلنه سیمو بېکاري او بېوزلي د خلکو د استوګنځایونو د پرېښودو له عمده لاملونو څخه یاد کړي دي. د خوراکي توکو کمښت، وچکالي، د لومړنیو خدماتو نشتوالی، شخړې او سېلابونه هم د بېځایه کېدو له نورو لاملونو څخه دي.
یاد راپور د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدو ته هم اشاره کوي. نږدې نیمایي سروې شوو سیمو ویلي چې له دغو هېوادونو څخه راستانه شوي کسان یې منلي، خو ۵۷ سلنه سیمو ویلي چې راستنو شویو کسانو ته له بېرته ستنېدو وروسته هېڅ ډول بشري مرسته نه ده رسېدلې.
د سېلابونو له امله هم اړتیاوې زیاتې شوي دي. ۱۵ سلنه سیمو د سېلابونو له کبله د کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی چې ارزګان، سمنګان او بغلان یې تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه بلل شوي دي.
په روغتیايي برخه کې هم د درملو او طبي تجهیزاتو کمښت، د درملنې لوړ لګښتونه او د مسلکي طبي پرسونل نشتوالی له مهمو ستونزو څخه دي. ۱۷ سلنه سیمو ویلي چې ښځې د لرې واټنونو او محدودیتونو له امله روغتیايي مرکزونو ته په اسانۍ لاسرسی نه لري.
د «ریچ» ارزونه په داسې حال کې د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو خبر ورکوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې ۲۹ سلنه سروې شوو سیمو د بشري مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکړی؛ دا کچه په مارچ میاشت کې ۳۷ سلنه وه.
لیکوال:سعید سمیر








