TOOSnews
اعلان
ماركو روبيو: د ناټو هېوادونه موافق دي چې ايران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه كړي.
نړۍټوس نیوز

ماركو روبيو: د ناټو هېوادونه موافق دي چې ايران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه كړي.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ناټو ټول متحد هېوادونه له واشنګټن سره په دې نظر دي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، ځکه د ده په وینا دغه هېواد د سولې لپاره ګواښ بلل کېږي او داسې توغندي لري چې اروپا ته رسېدای شي.

د مارکو روبیو څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند د اېکس رسمي اکاونټ خپرې کړي دي. نوموړي د ناټو د متحدینو د دریځ په اړه ویلي: «ټول د ناټو هېوادونه له موږ سره موافق دي چې ایران نشي کولی اټومي وسلې ولري، دا رژیم د سولې لپاره ګواښ دی، او لا دمخه داسې توغندي لري چې اروپا ته رسېدای شي.»

هغه زیاته کړې چې امریکا په دې برخه کې اقدام کړی، خو د هغه په وینا ځینو متحدینو وروسته له غبرګونونو «شاتګ» کړی دی.

روبیو ویلي: «موږ پرېکړه وکړه چې اقدام وکړو، او ټول لاړل او پټ شول. هو، موږ له دې وضعیت څخه ناراضه وو.»

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امریکا او اروپایي متحدین د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ګډې اندېښنې لري، خو د عملي اقداماتو او نظامي همغږۍ په برخه کې وخت ناوخت اختلافونه هم رامنځته شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.