د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي پوځي ځواکونو د وتلو څرنګوالی «ناورینبار» بللی او ویلي یې دي چې دا به د امریکا په تاریخ کې د «تور داغ» په توګه ثبت شي.
روبیو دغه څرګندونې کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ترهګریز برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې کړي دي. هغه په دې اعلامیه کې د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو یادونه او درناوی کړی چې په دغه برید کې وژل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۴مه، خپره شوه، ویلي چې د کابل هوايي ډګر برید نه یوازې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل شو، بلکې له ۱۶۰ څخه ډېر افغان ملکي وګړي هم پکې ووژل شول او ۴۵ نور امریکايي سرتېري ټپیان شول.
روبیو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ویلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت ژمن دی چې د کابل هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو کسانو او د افغانستان په ۲۰ کلن پوځي حضور کې د ټولو وژل شویو کسانو یاد او خاطره ژوندۍ وساتي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا حکومت به هڅه وکړي هغه ځوابونه وړاندې کړي چې د ده په وینا، د دغه هېواد خلک یې د دغو پېښو په اړه تمه لري. نوموړي د افغانستان د جګړې د قربانیانو د یاد ساتلو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه جلا پیغام کې هم ویلي چې متحده ایالات به هېڅکله هغه امریکايي سرتېري هېر نه کړي چې د کابل هوايي ډګر په برید کې ووژل شول. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې امریکايي پوځیان یو ځل بیا له هغه څه سره مخ شي چې ده «داسې خیانت» بللی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې وشو. هغه مهال زرګونه افغان او بهرني وګړي، وروسته له هغې چې طالبان کابل ته بېرته دننه شول، د وتلو لپاره د هوايي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.
د داعش خراسان ډلې د دغه برید مسوولیت ومانه. دا پېښه د افغانستان د تخلیې د عملیاتو پر مهال له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه وه چې په ترڅ کې یې د ۱۳ امریکايي سرتېرو ترڅنګ له ۱۶۰ څخه ډېر افغان وګړي هم ووژل شول.
د جو بایډن د حکومت له لوري له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي د جمهوري غوښتونکو او د امریکا د کانګرېس د یو شمېر غړو له خوا پراخې نیوکې وشوې. منتقدانو د دې بهیر د پلي کېدو څرنګوالی بېړهناک او د احتمالي امنیتي پایلو لپاره له کافي پلان جوړونې څخه خالي بللی دی.
لیکوال:سلیمه آریایي








