TOOSnews
اعلان
مېټا په اسټرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو له ۷۵۶ زرو څخه زیات حسابونه حذف کړي.
نړۍټوس نیوز

مېټا په اسټرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو له ۷۵۶ زرو څخه زیات حسابونه حذف کړي.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فېسبوک او انسټاګرام مالک شرکت مېټا اعلان کړی چې په اسټرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو پر ټولنیزو شبکو د بندیز له پلي کېدو راهیسې یې له ۷۵۶ زرو څخه ډېر مشکوک حسابونه پېژندلي او غیرفعال کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، مېټا د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۱۳مه، وویل چې د ۲۰۲۵ کال له ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې یې شاوخوا ۴۶۲ زره انسټاګرام او ۲۹۴ زره فېسبوک حسابونه د دې احتمال له امله غیرفعال کړي چې ښايي د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو وي.

په اسټرالیا کې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو شبکو د کارولو بندیز د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۰مې نېټې څخه نافذ شو. په دې سره اسټرالیا د نړۍ لومړنی هېواد شو چې په ملي کچه یې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو پر ټولنیزو شبکو د کارولو محدودیت ولګاوه.

مېټا ویلي چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو د حسابونو د پېژندلو او غیرفعالولو بهیر لا هم دوام لري او ښايي د غیرفعال شوو حسابونو شمېر نور هم زیات شي. دې شرکت مخکې له دې قانون سره مخالفت کړی و، خو اوس وايي چې د اسټرالیا د قانون د پلي کېدو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

په مقابل کې، د اسټرالیا چارواکي وايي چې ځینو ټولنیزو شبکو د دغه قانون د عملي کولو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي. د دغه هېواد د انټرنېټ څارونکې ادارې هم د هغو پلاټفورمونو پر وړاندې د قانوني اقداماتو څېړنه پیل کړې چې ښايي له نویو مقرراتو څخه سرغړونه یې کړې وي.

د اسټرالیا د څو څېړنیزو بنسټونو د راپورونو له مخې، د دغه بندیز د لومړیو دریو میاشتو په ترڅ کې له ۸۰ سلنې څخه ډېرو کم‌عمره تنکیو ځوانانو لا هم ټولنیزو شبکو ته لاسرسی درلود او ترې یې استفاده کوله. دې موضوع د دغه قانون د اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د اسټرالیا حکومت وايي چې دغه قانون د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر جسمي او رواني روغتیا د ټولنیزو شبکو د احتمالي منفي اغېزو په اړه د اندېښنو د کمولو لپاره وضع شوی دی. د اسټرالیا چارواکو د سرغړوونکو شرکتونو لپاره د جریمې لوړه کچه هم ۹۹ میلیونه اسټرالیايي ډالرو ته لوړه کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.