د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي، خو د هغه صبر به د تل لپاره دوام ونه لري.
والټز د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، که ایران د هُرمز تنګي له لارې نړیواله کښتۍ چلونه وګواښي، متحده ایالات به د ایران هغه پوځي بنسټونه په نښه کړي چې د نوموړي په وینا د دې نړیوالې اوبو لارې د «ناقانونه کنټرول» لپاره کارول کېږي.
هغه خبرداری ورکړ، که تهران فکر کوي چې واشنګټن به د نړیوالې کښتۍ چلونې یا د امریکا پر پوځي اډو د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې بېغبرګونه پاتې شي، نو دا به «سخته تېروتنه» وي.
والټز زیاته کړه، واشنګټن د اړتیا په صورت کې چمتو دی چې د ایران هغه پوځي زیربناوې له منځه یوسي چې د نړیوالو سمندري لارو د ګواښ لپاره ترې استفاده کېږي.
هغه همداراز وویل، د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي او ټرمپ هڅه کوي ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا د ولسمشر زغم محدود دی.
د نوموړي په وینا، د امریکا لپاره «ټولې لارې پرانیستې دي» او اساسي موخه یې دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








