د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق خبرداری ورکړی، که د طالبانو له لوري پر شیعه وګړو فشارونه دوام ومومي، نو دوی به نور چوپ پاتې نه شي. هغه ویلي، د شیعه ټولنې شکایتونه یوازې د طالبانو د عدلیې وزارت پورې محدود نه دي، بلکې د دې ډلې ټول نظام په کې شامل دی.
محقق ویلي، چې شیعه سیاسي جریانونو له تېرو پنځو کلونو راهیسې له طالبانو سره مخالفت کړی، خو تر اوسه یې د دې ډلې پر ضد وسلهوال اقدام نه دی کړی. د هغه په وینا، طالبان اوس شیعه ټولنه «د کندې تر غاړې رسولې ده».
د نوموړي څرګندونې د کابل د «امید سبز» ښارګوټي د تخلیې د پرېکړې له غبرګونونو وروسته شوې دي. د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر دیني عالمانو او مخورو د طالبانو دغه اقدام تبعیضي بللی او ویلي یې دي چې دا د هزارهوو او شیعه وګړو د جبري بېځایه کولو هڅه ده.
محمد محقق همداراز ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د شیعه ټولنې ځینو مشرانو له طالبانو ملاتړ کړی و، خو اوس هم هغوی د طالبانو له کړنو شکایت لري. هغه ټینګار کړی، که د «امید سبز» ښارګوټي په څېر اقدامات دوام وکړي، طالبان به د شیعهګانو غږ «له داسې ځایه واوري چې تمه یې نه لري».
لیکوال:سعید سمیر








