څلور میاشتې وروسته له هغه چې د ایران پخوانی رهبر علي خامنهیي د امریکا په بریدونو کې ووژل شو، د هغه د جنازې رسمي مراسم د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په تهران کې ترسره شول. خو د ایران د اوسني رهبر مجتبی خامنهیي نه ګډون د رسنیو او ټولنیزو شبکو پام ځان ته اړولی دی.
د ایران حکومت د علي خامنهیي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره د یوې اوونۍ مراسم پلان کړي دي. ټاکل شوې چې د هغه مړی له تهران وروسته قم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مشهد ښار د امام رضا زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
د ایران د دولتي رسنیو د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو له مخې، په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان، د اسلامي شورا د مجلس رییس محمدباقر قالیباف او د سپاه پاسداران نوی قوماندان احمد وحیدي ګډون کړی و، خو مجتبی خامنهیي په مراسمو کې ونه لیدل شو. د هغه نه ګډون د رسنیو او ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي، خو ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په هند کې د ایران د رهبر استازي حکیم الهي ویلي وو چې مجتبی خامنهیي به د امنیتي اندېښنو له امله د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
له دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې پر ایران د امریکا او اسراییل د تېر کال بریدونو پر مهال مجتبی خامنهیي ټپي شوی و. سياېناېن د امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې هغه د بدن د بېلابېلو برخو د سوځېدو له امله تر درملنې لاندې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مخکې ویلي وو چې لا هم روښانه نه ده چې د ایران اوسنی رهبر مجتبی خامنهیي ژوندی دی که نه. نوموړی له هماغه وخت راهیسې تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او هېڅ تازه انځور یا ویډیو یې هم نه ده خپره شوې.
د علي خامنهیي او د هغه د کورنۍ د نورو وژل شویو غړو د مخه ښې مراسم د جمعې په سهار د تهران د امام خمیني په مصلا کې د یو شمېر بهرنیو شخصیتونو په ګډون ترسره شول. په دغو مراسمو کې د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، همدارنګه د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.
لیکوال:سعید سمیر








