TOOSnews
اعلان
مفتون:مرستندويه موسسي د افغانانو شخصي معلومات اسراييل ته لېږدوي.
افغانستانټوس نیوز

مفتون:مرستندويه موسسي د افغانانو شخصي معلومات اسراييل ته لېږدوي.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ رییس او شاعر، اکرام‌الدین مفتون، ادعا کړې چې یو شمېر بهرني بنسټونه او مرستندویه موسسې د خلکو د شخصي معلوماتو د راټولولو او یوې نړیوالې شبکې ته د لېږدولو لپاره فعالیت کوي.

مفتون په ټولنیزو رسنیو کې په خپره کړې لیکنه کې ویلي، د ده په باور ځینې موسسې د مرستو، روغتیايي خدمتونو، زده کړو او عامه پوهاوي تر نومونو لاندې کورنیو ته ورځي او د خلکو د هویت، استوګنځایونو او حتی مذهبي باورونو په اړه معلومات راټولوي.

هغه ادعا کړې چې دغه معلومات وروسته په منظم ډول بهرنیو کړیو او اسراییل ته سپارل کېږي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې یادې موسسې د «دجال لښکرې» بللې او ویلي یې دي چې د نړۍ ځینې ځواکمنې کړۍ غواړي د خلکو بشپړ معلومات او مشخصات تر خپل کنټرول لاندې ولري.

مفتون له خلکو غوښتي چې د بهرنیو موسسو او د هغوی د کارکوونکو فعالیتونو ته په شکمن نظر وګوري او د هغوی مخینه او کړنې په جدي ډول وڅاري.

د نوموړي دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. منتقدان وایي چې هغه خپلې ادعاوې له کومو شواهدو او مستندو اسنادو پرته مطرح کړې دي.

بل لور ته، ګڼې مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې د خلکو معلومات د خدمتونو د وړاندې کولو، سروې‌ګانو او د مرستو د تنظیم لپاره راټولېږي او د محرمیت د اصولو له مخې ساتل کېږي.

تر اوسه د طالبانو مشرتابه یا اړوندو ادارو د مفتون د څرګندونو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاندویان، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي په بېلابېلو مناسبتونو کې له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو څخه د افغانانو د ملاتړ او بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.