د بلخ ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، محمدرضا رسول ییلاقی، چې د دغه ولایت له پېژندل شویو څېرو څخه و، له کاناډا څخه تر راستنېدو وروسته په مزارشریف ښار کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، ښاغلی ییلاقی شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له کاناډا څخه افغانستان ته راستون شوی و او د جمعې په ماښام، د وږي په شپږمه، د ناپېژندو وسلهوالو کسانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ښاغلي ییلاقی له کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې ناپېژنده کسان لومړی په مزارشریف ښار کې د هغه کور ته ننوتلي او وروسته یې له کوره له ځان سره بیولی دی. د دغو سرچینو په وینا، د ښاغلي ییلاقی جسد څو ساعته وروسته موندل شوی او پر بدن یې د خفګان نښې لیدل شوي دي. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
محمدرضا رسول ییلاقی د کاناډا د تورنتو ښار اوسېدونکی و او د کورنۍ ته نږدې معلوماتو له مخې، د ځینو کورنیو چارو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راستون شوی و. هغه د حاجي غلام رسول خان ییلاقی زوی و، چې د شمالي افغانستان له پېژندل شویو سوداګرو څخه شمېرل کېده، او د بلخ ولایت په مشهورو کورنیو کې یې ټولنیز اعتبار درلود.
ییلاقی کورنۍ په بلخ کې له پېژندل شویو اقتصادي او ټولنیزو کورنیو څخه ګڼل کېږي او د مشهورې «بوت آهو» فابریکې په جوړولو او اداره کې یې هم ونډه لرله. محمدرضا رسول ییلاقی د غلام محمد ییلاقی وراره هم و، چې د بلخ ولایت له مشهورو سوداګرو او سیاستوالو څخه شمېرل کېږي.
غلام محمد ییلاقی د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې بېلابېلې دولتي دندې ترسره کړې وې، چې له هغې ډلې د سوداګرۍ وزارت او د جمهوري ریاست د سلاکارۍ دندې یادولی شو. له همدې امله، د محمدرضا رسول ییلاقی د وژل کېدو خبر په بلخ کې د یو شمېر سیاسي او ټولنیزو څېرو غبرګونونه هم راپارولي دي.
محمد محقق، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر، هم د دې پېښې په غبرګون کې په یوه پیغام کې د ښاغلي ییلاقی وژل کېدل «ترهګریزه پېښه» بللې او دا یې د خواشینۍ او خپګان وړ بللې ده. ښاغلي محقق په خپل پیغام کې ویلي چې په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوی چې محمدرضا رسول ییلاقی، چې د بلخ ولایت له بانفوذه کسانو څخه و، وژل شوی دی.
د دې پېښې له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته، لا هم د وسلهوالو کسانو هویت او د محمدرضا رسول ییلاقی د وژلو انګېزه نه ده روښانه شوې. د طالبانو چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم جزئیات یا رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، او دا هم معلومه نه ده چې ایا د دې قضیې په اړه څېړنې پیل شوي دي که نه.
په تېرو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نامعلومو کسانو له خوا د یو شمېر هېوادوالو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. منتقدان وايي، د دا ډول پېښو دوام د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کوي او دا اندېښنه زیاتوي چې په افغانستان کې د سراسري امنیت د ټینګښت په اړه د طالبانو ادعا تر کومه بریده عملي شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








