TOOSnews
اعلان
مجاهد: بې بنسټه تورونه د كابل او اسلام اباد اړيكې زيانمنوي.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: بې بنسټه تورونه د كابل او اسلام اباد اړيكې زيانمنوي.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي په افغانستان کې بهرنۍ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي او د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، طالبان هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات روان دي او د شهباز شریف وروستۍ څرګندونې یې بې‌بنسټه بللي دي. د هغه په وینا، دا ډول تورونه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې زیانمنوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کچه راکموي.

مجاهد ویلي، د تورونو لګولو پر ځای باید دواړه لوري د همکارۍ او تفاهم فضا رامنځته کړي، څو موجودې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې شي.

د طالبانو ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ادعا وکړه، د بلوچستان د وروستیو بریدونو تر شا هند لاس لري او د دغو بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.