TOOSnews
اعلان
مجاهد: په بدخشان كې وروستي تحركات او سرغړونې مهار شوي.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: په بدخشان كې وروستي تحركات او سرغړونې مهار شوي.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، په بدخشان کې وروستي امنیتي تحرکات او سرغړونې مهار شوي او د طالبانو امنیتي ځواکونه د وضعیت د کنټرول بشپړ توان لري.

مجاهد د ناورین نړیوالې ډلې د تازه راپور په غبرګون کې په بدخشان کې وروستي فعالیتونه «کوچني تحرکات او سرغړونې» بللي دي. نوموړي ویلي، د طالبانو ځواکونه توانېدلي چې په دغه ولایت کې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

د طالبانو ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېڅ هېواد باید د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ونه لري.

د ناورین نړیوالې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه او عمومي تاوتریخوالی کم شوی او د طالبانو مرکزي کنټرول لا هم پیاوړی دی؛ خو د طالبانو حکومت له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی. په راپور کې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال او بدخشان کې د وسله‌والو فعالیتونو او سیمه‌ییزې نارضایتۍ زیاتېدو ته اشاره شوې ده.

د مجاهد څرګندونې داسې مهال دي چې په بدخشان کې نږدې هره ورځ د ناامنیو او وسله‌والو نښتو راپورونه خپرېږي. تېره ورځ هم د ازادۍ جبهې ادعا کړې وه چې د دغه ولایت په زېباک ولسوالۍ کې یې له طالب ځواکونو سره نښتې کړي دي.

د طالبانو نورې مخالفې ډلې هم وخت ناوخت په بدخشان او د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو پر ضد د خپلو عملیاتو او بریدونو ادعاوې کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.