TOOSnews
اعلان
مجاهد:په افغانستان كې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد:په افغانستان كې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول بهرنۍ وسله‌والې ډلې شتون نه لري.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې ټول هېواد د دوی تر کنټرول لاندې دی او هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله یا کس ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دوی له اصولو څخه سرغړونه وکړي.

مجاهد زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د شتون ادعاوې «پروپاګند او تبلیغات» دي او دوی یې په کلکه ردوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم‌زاده د شانګهای همکارۍ سازمان په څنډه کې په بشکک کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ګواکې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي او دا وضعیت د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

یادو چارواکو همدارنګه د نشه‌يي توکو د تولید د زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړی و، خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او بې‌بنسټه یې بولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.