TOOSnews
اعلان
مجاهد: په داخل او خارج كې به هېچاته د امنيت د اخلال اجازه ورنه كړو.
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: په داخل او خارج كې به هېچاته د امنيت د اخلال اجازه ورنه كړو.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، چې د طالبانو حکومت به په کور دننه او بهر کې هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب کړي.

مجاهد دا څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې کړي دي. نوموړي وویل، افغانانو په هېواد کې د امنیت، پرمختګ او ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي.

د طالبانو دفاع وزیر ادعا وکړه چې په افغانستان کې هغه ستونزې چې خلک ورسره مخ وو، له منځه تللي او اوس د «ورورګلوۍ فضا» رامنځته شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې طالبان د امنیت د ټینګښت لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

مجاهد وویل: «موږ به په داخل او خارج کې څوک پرېنږدو چې افغانستان کې مشکلات ایجاد کړي.» هغه زیاته کړه چې د طالبانو دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي څو د هېواد په هره برخه کې د افغانستان دفاع وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې د افغانانو اقتصادي ستونزې هم ومنلې او ویې ویل چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د موجودو ننګونو لپاره د حل لارې پیدا کړي.

د مجاهد څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله پوره کېږي او په افغانستان کې د دې ډلې پر وړاندې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیتونه هم دوام لري.

په بدخشان کې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح هم له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده. تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې او ملکي وګړو ته د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې، طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له پراخې سیاسي انزوا سره مخ دي. روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، فقر او بشري ناورینونو سره هم مخ دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.