د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د «افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې» سیمینار ته په استولي پیغام کې ویلي، افغانستان دا مهال له اقتصادي، سیاسي او نظامي پلوه خپلواک دی او کولای شي د خپل ستراتیژیک موقعیت له فرصتونو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي.
نوموړي ویلي، د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده چې فرصتونه او ننګونې په سمه توګه وپېژندل شي او پر بنسټ یې مناسبې پرېکړې وشي. هغه یو ځل بیا د سرتاسري امنیت ادعا کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان اوس له هره اړخه یو خپلواک هېواد دی.
د ملا حسن اخوند په وینا، دغه خپلواکي زمینه برابروي چې د هېواد او خلکو په ګټه داسې پرېکړې وشي چې افغانستان له ستونزو، بحرانونو او احتمالي ګواښونو خوندي وساتي او د تلپاتې سولې او پرمختګ پر لور یې رهبري کړي.
هغه همداراز ویلي چې افغانستان د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې پراخ ظرفیتونه او فرصتونه لري. د نوموړي په خبره، د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د انرژۍ د لېږد پروژو پرمختګ کولای شي افغانستان د سیمهییزو همکاریو په مهم مرکز بدل کړي.
په دغه پیغام کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب، اقتصادي همکاریو او متوازنو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی او غوښتنه شوې چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
لیکوال:سعید سمیر








