TOOSnews
اعلان
ملا شيرين په كندهار کې د امنيتي ګزمو او پیرو د زياتولو امر كړی.
افغانستانټوس نیوز

ملا شيرين په كندهار کې د امنيتي ګزمو او پیرو د زياتولو امر كړی.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۱ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په امنیتي ناسته کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره د ګزمو او پیرې د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، په دې ناسته کې د دامان، لوړ میوند، کښته میوند، ژړۍ، سپین بولدک، خاکرېز، پنجوايي، غورک، تخته‌پل او معروف ولسوالیو امنیه قوماندانانو ګډون کړی و.

ملا شیرین د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو غوښتي چې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره خپلې ګزمې او پېرې زیاتې کړي او له نورو دولتي ادارو سره همغږي پراخه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د خلکو د سر، مال او عزت ساتنه د امنیتي مسوولینو له مهمو دندو څخه ده او باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د طالبانو د والي دفتر همداراز ویلي چې په دې ناسته کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او پېر او پلور د مخنیوي په اړه هم خبرې شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د امنیتي مسوولینو دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د «متحدې جبهې» په نوم یوې مخالفې ډلې هم په دې وروستیو کې پر طالبانو د څو بریدونو ادعا کړې، خو د دغو ادعاوو په اړه خپلواکې سرچینې جزییات نه دي تایید کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.