په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت له سیمهییزو خبریالانو سره ناسته کړې او هغوی ته یې د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ سپارښتنه کړې ده.
د کندهار سیمهییز خبریالان وایي، ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه او ګډونوالو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د ناستې ځای ته ځیرک موبایلونه له ځان سره یوسي. د دوی په وینا، د ولایت ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال له څو امنیتي پلټنځایونو هم تېر شوي دي.
خبریالانو ویلي، په دې ناسته کې یې د ځیرکو موبایلونو پر کارونې د بندیز، د دولتي ادارو له لوري معلوماتو ته د نه لاسرسي، د سیمهییزو رسنیو د مالیاتو او د کندهار د خلکو د ځینو ستونزو په اړه خپلې اندېښنې له ملا شیرین سره شریکې کړې.
د یوه سیمهییز خبریال په وینا، ملا شیرین ویلي چې د ځیرکو موبایلونو بندیز به پر خپل ځای پاتې وي، خو ولایتي اداره به له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د یوې بدیلې لارې د موندلو په اړه جلا ناسته وکړي.
کندهار د هغو لومړنیو ولایتونو له ډلې دی چې طالب چارواکو پکې پر تصویري مرکو بندیز لګولی او د خبریالانو په وینا، د نورو ولایتونو په پرتله د دغه ولایت طالب چارواکي له رسنیو سره لږه همکاري کوي.
لیکوال:سعید سمیر








