TOOSnews
اعلان
ملا شيرين: د ترياكو كښت او قاچاق دې ودرول شي.
افغانستانټوس نیوز

ملا شيرين: د ترياكو كښت او قاچاق دې ودرول شي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین د یاد ولایت د ۱۱ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په ناسته کې په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو د کرنې، قاچاق، پېر او پلور د مخنیوي په اړه خبرې کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۴مه راپور ورکړی، چې دغه ناسته د پنجوايي، غورک، تخته‌پُل، کښته شاه‌ولیکوټ، ډنډ، ارغنداب، ژېړۍ، معروف، دامان، لوړ میوند او کښته میوند ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، ملا شیرین د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د نشه‌يي توکو د کرنې او قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د تریاکو د بېرته کرلو راپورونه خپاره شوي دي.

سرچینې وایي، له درې کلن ځنډ وروسته د کندهار په شاه‌ولیکوټ، غورک، خاکریز او میوند ولسوالیو، او همداراز د هلمند او ارزګان ولایتونو په ځینو سیمو کې یو ځل بیا د تریاکو کښت شوی دی.

که څه هم طالبانو په ظاهره د تریاکو کرنه او کاروبار منع اعلان کړي، خو وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو، چې په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې خلکو ته په غیر مستقیم ډول ویل شوي، چې تریاک دې له سترګو پناه او د کلاوو دننه وکرل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.