TOOSnews
اعلان
ملا يعقوب: خلكو ته د ډاډمن امنيت برابرول زموږ اساسي دنده ده.
افغانستانټوس نیوز

ملا يعقوب: خلكو ته د ډاډمن امنيت برابرول زموږ اساسي دنده ده.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په مشرۍ د دې ډلې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د مرکزي زون له امنیتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړې، چې پکې د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو پر بشپړ پلي کېدو ټینګار شوی دی.

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون یکشنبې، د غويي پر ۲۷مه ویلي چې دغه غونډه د مرکزي زون د امنیتي همغږۍ او وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا یعقوب مجاهد خلکو ته د ډاډمن امنیت برابرول د طالبانو اساسي دنده بللې او له امنیتي مسوولینو یې غوښتي چې د جرمونو د مخنیوي او اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

نوموړي د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د مسوولینو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

په غونډه کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د امر پر بنسټ مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د خلکو د ستونزو د ژر او عادلانه حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې د ټول هېواد او په ځانګړي ډول د مرکزي زون د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه هم شوې او د امنیتي همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره پر چټکو اقداماتو ټینګار شوی دی.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شورا له غړو سره په لیدنه کې هم له هغوی غوښتي وو چې د نوموړي فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.