د ځايي سرچینو د راپورونو له مخې،مرتضی، هغه شپاړس کلن هلک چې په هرات ښار کې د طالبانو له لوري د لاریونونو د ځپلو پر مهال ټپي شوی و، د سېشنبې په ورځ یې روغتون کې ساه ورکړه.
د سرچینو په وینا، مرتضی د غبرګولي په نولسمه د هرات د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو د لاریونونو پر مهال د دوو مرمیو د لګېدو له امله ټپي شوی و. له پېښې وروسته نوموړی د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوی و.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه تنکی ځوان په تېرو څو ورځو کې تر طبي پاملرنې لاندې و، خو بالاخره د سېشنبې په ورځ یې د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو هم د هرات د لاریونونو د ځپلو پر مهال د یوه بل تنکي هلک وژل کېدل تأیید کړي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








