د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د عملیاتي چارو عمومي رییسې یاسمین پراز ډسیماز په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، روغتیايي خدمتونو او بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د وږي پر ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د تېرو جګړو له امله د پاتې شویو ستونزو او اړتیاوو د هواري په اړه هم بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي ویلي چې د تېرې دورې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې لا هم پر ځای پاتې دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی او د روغتیايي همکاریو د پراخولو په اړه یې هم خبرې کړي دي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د بېاسناده افغانانو پر وړاندې د فشارونو له زیاتېدو سره په افغانستان کې د راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
له بلې خوا، د تېرو جګړو د اغېزو او د روغتیايي متخصصانو د کډوالۍ له امله د افغانستان روغتیايي سکټور هم د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو ژمنه کړې چې په بېلابېلو بشري برخو کې به خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي.
لیکوال:سعید سمیر








