TOOSnews
اعلان
متقي: له مخالفينو سره د خبرو نوې پروسې ته اړتيا نشته.
افغانستانټوس نیوز

متقي: له مخالفينو سره د خبرو نوې پروسې ته اړتيا نشته.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له مخالفینو سره د خبرو لپاره د نوې پروسې پیلولو ته اړتیا نشته او ټول مخالفین کولای شي افغانستان ته ستانه شي.

متقي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، «د ټولو مخالفینو پر مخ دروازې خلاصې دي» او هغوی کولای شي په افغانستان کې ژوند وکړي، خو د خبرو لپاره د نوې پروسې جوړول اړین نه دي.

نوموړي په بدخشان کې د طالبانو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ روانې نښتې هم عادي ستونزه بللې او د مخالفینو هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکي په دغه ولایت کې وضعیت کړکېچن دی.

متقي ادعا کړې چې مخالف وسله‌وال «د نورو مزدوران» دي او ویلي یې دي چې طالبان یې مات کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د مخالفینو پر وړاندې د نوې سیاسي پروسې اړتیا ردوي چې په بدخشان کې د طالبانو او مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ د نښتو ترڅنګ، له ناراضي طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح سره هم په وقفه‌يي ډول جګړه روانه ده.

سیمه‌ییزې سرچینې په دې وروستیو کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د طالبانو د پوستو د پرېښودلو او د مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړي، خو د دغو ادعاوو ټول جزییات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

متقي په خپله مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ د لاسته راوړنو په اړه هم ویلي چې د دوی تر ټولو لویه لاسته راوړنه د ده په وینا، د افغانستان «له اشغال څخه ژغورل» او په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بې‌ساري امنیت رامنځته کول دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.