TOOSnews
اعلان
متقي: د پاكستان اندېښنو د كمولو لپاره مو ټول لازم اقدامات كړي.
افغانستانټوس نیوز

متقي: د پاكستان اندېښنو د كمولو لپاره مو ټول لازم اقدامات كړي.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره یې ټول لازم اقدامات کړي، خو لا هم نه پوهېږي چې اسلام‌اباد په مشخص ډول څه غواړي.

متقي ویلي، که موضوع د ډیورنډ کرښې وي، طالبانو د افغانستان له بل هر پخواني نظام څخه ډېرې هڅې کړي دي چې کرښه ښه کنټرول شي.

د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه ویلي: «کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه بله مهمه برخه سوداګري او ترانزیټ دی. پر کرښه د شخړو او امنیتي پېښو له امله د سوداګریزو لارو له تړل کېدو اوږد وخت تېرېږي او لا هم د سوداګرو او خلکو پر مخ د ځینو لارو د پرانیستل کېدو ستونزه پر ځای ده.

متقي وايي، طالبانو د پاکستان د اندېښنو د کمولو لپاره، د ده په وینا، ټول لازم اقدامات کړي دي؛ خو د اسلام‌اباد د غوښتنو په اړه لا هم روښانه درک نه لري.

هغه وویل: «موږ ټول اقدامات کړي او کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي.»

د متقي د څرګندونو له مخې، کابل لا هم هڅه کوي د پاکستان د دریځ اصلي علت درک کړي، خو په ورته وخت کې د طالبانو اداره هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو مخه ونیسي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.