د بلوچستان ایالټ په بارکان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په دوو بېلابېلو نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، دغه نښتې د نوشام سیمې په مربوطاتو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، امنیتي ځواکونو د وسلهوالو پر ضد عملیات ترسره کړي چې له امله یې اوه وسلهوال وژل شوي دي.
ورسره پاکستاني پوځ منلې چې په دغو نښتو کې د یو جګپوړي پوځي افسر په ګډون پنځه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو او نښتو مسؤلیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.
لیکوال:سعید سمیر








