TOOSnews
اعلان
نبیل:له آی‌اېس‌آی سره د مستقیمې اړیکې لپاره په ارګ کې یوه محرمانه ټیلیفوني کرښه موجوده وه.
افغانستانټوس نیوز

نبیل:له آی‌اېس‌آی سره د مستقیمې اړیکې لپاره په ارګ کې یوه محرمانه ټیلیفوني کرښه موجوده وه.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست پخواني مشر، رحمت الله نبیل،ادعا کړې چې د اشرف غني د ولسمشرۍ د لومړیو کلونو پر مهال، په ارګ کې د ولسمشر او ملي امنیت سلاکار لپاره یوه پټه او جلا ټیلیفوني کرښه جوړه شوې وه، څو له هغې لارې په مستقیم ډول د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی‌اېس‌آی) سره اړیکه ونیسي او معلومات تر لاسه کړي.

نبیل له افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په هغه وخت کې د ارګ چارواکو د آی‌اېس‌آی له خوا ورکړل شویو معلوماتو ته د افغانستان د ملي امنیت ریاست د راپورونو په پرتله ډېر اهمیت ورکاوه. د هغه په وینا، له همدې امله د دې امنیتي ادارې ډېری معلومات او ارزونې له پامه غورځول کېدې.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر همداراز ویلي چې د اشرف غني د حکومت په پیل کې محمد حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. هغه یادونه کړې چې اتمر په هغه وخت کې له یو شمېر تورونو سره مخ و، چې پکې د داعش د ملاتړ او له آی‌اېس‌آی سره د محرمو استخباراتي اسنادو د لاسلیکولو ادعاوې هم شاملې وې؛ هغه تورونه چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په سیاسي فضا کې مطرح شوي وو.

نبیل د مرکې په بله برخه کې ویلي چې د ملي امنیت ریاست وړاندیزونه د لوړپوړو حکومتي چارواکو د لویو مالي فساد قضیو په اړه هم له پامه غورځول کېدل. د هغه په وینا، دا بهیر د افغانستان د پخواني نظام د کمزوري کېدو له مهمو عواملو څخه و.

د ملي امنیت پخواني مشر همداراز ادعا کړې چې اشرف غني او محمد حنیف اتمر، سره له دې چې په عامه څرګندونو کې یې د پاکستان پر ضد دریځونه نیول او نیوکې یې کولې، د همدې اړیکې له لارې یې له آی‌اېس‌آی سره مستقیمې اړیکې لرلې.

په همدې حال کې، ځینو باخبرو سرچینو هم تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې اشرف غني او د هغه وخت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، له کابل څخه د اشرف غني له وتلو څو ساعته مخکې، په پټه توګه له حقاني شبکې او په پاکستان کې له ځینو کسانو سره ټیلیفوني اړیکې نیولې وې. د دغو سرچینو په وینا، د دغو اړیکو موضوع د حقاني شبکې ته د واک د سپارلو څرنګوالی و.

د رحمت‌الله نبیل او یادو شویو سرچینو مطرح شوې ادعاوې تر اوسه پورې د اشرف غني، محمد حنیف اتمر، حمدالله محب یا پاکستاني چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي تایید یا رد شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.