د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې پخواني مشر، رحمتالله نبیل، په یوې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره باید پر یو نوي ملي روایت کار وشي.
نبیل ویلي، یوازې دودیزې لارې چارې نورې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د هېواد د راتلونکي لپاره یو نوی فکري چوکاټ رامنځته شي. د هغه په وینا، دا بهیر هغه مهال بریالی کېدای شي چې د ټولنې ټول قشرونه، سیاسي ډلې او عام وګړي په ګډه سره په یوه ملي ناسته کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان راتلونکی باید د ګډ تفاهم، مشارکت او ملي اجماع پر بنسټ وټاکل شي، څو هېواد له روانو ستونزو ووځي او با ثباته لوري ته حرکت وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








