TOOSnews
اعلان
نديم: افغانستان د چا په فرمايش نه چلېږي.
افغانستانټوس نیوز

نديم: افغانستان د چا په فرمايش نه چلېږي.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې په کازان ښار کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه له نړیوالې ټولنې سره د متوازن تعامل غوښتونکی دی او د چا په فرمایش نه چلېږي.

د د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پنجشنبې په ورځ د غويي ۲۳مه د ندیم یو غږیز پیغام خپور شوی، چې پکې ویل شوي هغه کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اوولسمې نړیوالې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې وینا کړې ده.

ندیم په خپله وینا کې ټینګار کړی چې افغانستان د خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د یو مهم غړي په توګه له نړۍ سره د متوازن تعامل غوښتونکی دی او د ښه ګاونډیتوب او متقابلو اړیکو اصولو ته درناوی لري.

هغه ویلي: «موږ چې له هر چا سره کومه خبره یا هوکړه کوو، په هغې کې مستقل یو. هېڅ خنډ پکې نه راځي، څه چې مو وویل هغه عملي کېږي».

ندیم د روسیې له لوري د طالبانو د ادارې رسمیت پېژندلو ته په اشارې ویلي، چې طالبان له خپلو هوکړو نه په شا کېږي او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې له دوی سره د روسیې په څېر تعامل وکړي.

روسیه یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې، خو مسکو لا هم له دې ډلې سره په لوړه کچه محدودې اړیکې لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.