TOOSnews
اعلان
مودي: که پر افغانستان هوايي برید بیا تکرار شي، پاکستان به له منځه یوسو.
نړۍټوس نیوز

مودي: که پر افغانستان هوايي برید بیا تکرار شي، پاکستان به له منځه یوسو.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نارندرا مودي د افغانستان د طالبانو په ملاتړ، پاکستان ته بې‌ساری خبرداری ورکړی او په تنده لهجه یې ویلي: که پاکستان پر افغانستان بیا هوايي بریدونه تکرار کړي، هند به سخت غبرګون وښيي او «پاکستان به له منځه یوسي.»

د هند د لومړي وزیر دا څرګند او توند دریځ، چې د افغانستان د طالبانو په ملاتړ او د پاکستان د نابودۍ ګواښ پکې شامل دی، بې‌ساری بلل کېږي او د طالبانو او هند ترمنځ د بې‌ساري نږدېوالي نښه ګڼل کېږي.

د هند د لومړي وزیر دا ښکاره خبرداری او ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې په وروستیو اوونیو کې ډېرې ترینګلې شوي دي او د شخړو د پراخېدو احتمال یې زیات کړی دی.

پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند او پاکستان استازو هم د افغانستان پر مسئله سخته لفظي شخړه وکړه.

هریش پارواتانني، د هند استازي، پاکستان د «بشري ژمنو په نقض، د ملکي وګړو په نښه کولو او د نسل‌وژنې په مخینه» تورن کړ.

د پاکستان استازې سایمه سلیم د هند د استازي په ځواب کې وویل: «هند یو ځل بیا د قرباني په نقاب کې امنیت شورا ته راغلی، خو نړۍ د دې هېواد اصلي څېره ویني؛ د داسې هېواد څېره چې ترهګري صادروي، خلک په زور اشغالوي، اقلیتونه ځپي او حتی اوبه د وسلې په توګه کاروي.»

هغې هند د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان(TTP)،د بلوچستان د ازادۍ پوځ(BLA) او مجید بریګېډ په ملاتړ تورن کړ او په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد د اسلام‌اباد وروستي پوځي عملیات «دقیق او هدفمند» وبلل.

سلیم همداراز د کشمیر مسئله او په هند کې د اقلیتونو وضعیت یاد کړ او ویې ویل: «په هند کې اسلام‌ضدي په رسمي پالیسۍ بدله شوې او د مسلمانانو او نورو اقلیتونو پر ضد تبعیض ورځنی حقیقت ګرځېدلی دی.»

په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په نږدې راتلونکي کې هند ته سفر وکړي.

تېر کال هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شوی و.

پاکستان د افغانستان طالبان د هند نیابتي ډله بولي، چې د نوي ډهلي په استازیتوب په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون‌پالو له لارې جګړه پر مخ وړي. په همدې تړاو، پاکستان شاوخوا درې میاشتې وړاندې د «غضب‌الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو مرکزونه بمبار کړي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې شوي، خو بې‌ پایلې پاتې شوي دي.

شنونکي وايي، له هند سره د طالبانو لا ډېر نږدېوالی به اسلام‌اباد لا زیات غوسه کړي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د توافق احتمال به له منځه یوسي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ویلي وو، که د افغانستان طالبان د پاکستاني طالبانو ملاتړ پای ته ونه رسوي او د پاکستان پر ضد د هند نیابتي جګړې ته دوام ورکړي، نو پاکستان به له طالبانو سره هماغه وکړي چې له هند سره یې کړي وو. د هغه اشاره د هند او پاکستان ترمنځ څو ورځنۍ جګړې ته وه، چې پکې د پاکستان هوايي برتري ثابته شوه او د پاکستان پوځ څو هندي جنګي الوتکې نسکورې کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.