د هبتالله اخوندزاده تازه حکم؛ د طالبانو کارکوونکي د ږیرې پرېښودلو او پګړۍ او خولۍ اغوستلو ته مکلف شول.
د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د یوه حکم نسخه خپره شوې ده چې له مخې یې د دې ډلې تر کنټرول لاندې ټول دولتي کارکوونکي د ږیرې پرېښودلو او پګړۍ او خولۍ اغوستلو ته مکلف شوي دي. په دې حکم کې د هغو کسانو لپاره چې له ټاکل شویو لارښوونو سرغړونه وکړي، د معاش ځنډول، له دندې ځنډول، د رتبې ټیټول او په پای کې له دندې ګوښه کولو په څېر سزاوې په پام کې نیول شوي دي.
د دې لارښوونې له مخې، د طالبانو ټول دولتي کارکوونکي هم مکلف شوي چې خپل لمونځونه په جماعت ادا کړي او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو له خوا په جوړېدونکو دیني درسونو کې ګډون وکړي. په یاد حکم کې ټینګار شوی چې د اهل سنت والجماعت اړوندې دیني زده کړې باید په دوامداره توګه کارکوونکو ته ورکړل شي.
دا حکم وروسته له هغه صادر شوی چې هبتالله اخوندزاده د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د دې ډلې د قانون د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه راپور ترلاسه کړی دی. د هغه په لیک کې راغلي چې د دغه قانون د سم نه پلي کېدو په اړه شکایتونه شته او د طالبانو د چارو ادارې له خوا وړاندې شوی راپور هم نیمګړتیاوې او کمښتونه لري.
د هبتالله اخوندزاده په تازه حکم کې شپږ مادې دي او د ټاکل شویو لارښوونو پر جبري پلي کېدو ټینګار شوی دی. د حکم په لومړۍ ماده کې راغلي چې له هغو کارکوونکو سره چې چلند یا ظاهري بڼه یې د شریعت خلاف وبلل شي، د ۳۵۴ شمېرې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ۱۵/۵ نېټې له حکم سره سم چلند وشي او د معاش درول، له دندې ځنډول، د رتبې ټیټول او له دندې ګوښه کولو په څېر سزاوې پرې عملي شي.
په دویمه ماده کې د طالبانو دولتي کارکوونکي د لمانځه ادا کولو ته مکلف شوي او امر شوی چې هغوی ته د لمانځه په اړه اړینې زده کړې ورکړل شي. همدارنګه په حکم کې راغلي چې د «عقیده اهلالسنه والجماعت» کتاب او د «د شرعي نظام په ټینګښت کې د اطاعت اغېز» رساله دې ټولو کارکوونکو ته په دوامداره توګه تدریس شي.
په دې لارښوونه کې د هېوادوالو مذهبي ازادۍ، په ځانګړې توګه د شیعه مذهب د پیروانو، ته هم پام نه دی شوی او د کارکوونکو لپاره د اهل سنت والجماعت د دیني زده کړو پر وړاندې کولو ټینګار شوی دی. د حکم له متن سره سم، دا زده کړې باید په دوامداره توګه دوام وکړي او کارکوونکي باید د طالبانو د ادارو له خوا په ټاکل شویو دیني پروګرامونو کې ګډون وکړي.
دا لارښوونه یوازې په افغانستان کې دننه کارکوونکي نه رانغاړي، بلکې په بهر کې د طالبانو د سیاسي استازولیو او سفارتونو کارکوونکي هم د دې حکم مراعاتولو ته مکلف شوي دي. په متن کې ټینګار شوی چې ټول هغه کسان چې د دې لارښوونې په چوکاټ کې راځي، باید له ټاکل شویو مقرراتو پیروي وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له ټاکل شویو سزاوو سره مخ شي.
د لیک په یوه برخه کې راغلي: «د لمانځه د ادا کولو د فرمان له مخې، ټولو کارکوونکو ته دې د لمانځه په اړه اړینې زده کړې ورکړل شي. همدارنګه د «عقیده اهلالسنه والجماعت» کتاب او د «د شرعي نظام په ټینګښت کې د اطاعت اغېز» رساله دې په دوامداره توګه تدریس شي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








