TOOSnews
اعلان
ندا محمد نديم: د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ناجايز او باغي واجب القتل دى.
افغانستانټوس نیوز

ندا محمد نديم: د اسلامي نظام پر وړاندې بغاوت ناجايز او باغي واجب القتل دى.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، د طالبانو د «اسلامي نظام» پر وړاندې بغاوت ناجایز دی او هغه څوک چې بغاوت وکړي، «واجب‌القتل» دی.

نوموړي دا څرګندونې د پروان پوهنتون د فراغت په مراسمو کې کړي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ندیم د رعیت او مسوولینو پر دندو او د طالبانو د مشر د اطاعت پر اړتیا خبرې کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې خلک مکلف دي د طالبانو د نظام اوامر او فرامین عملي او د امیر اطاعت وکړي. هغه د پخواني جمهوري نظام قوانین د خلکو د افکارو پایله بللې او ویلي یې دي چې د جمهوریت د مشرانو د اوامرو نه منل جایز وو، خو د طالبانو د مشر اطاعت نه کول «ناروا او ناجایز» دي.

ندیم همداراز د طالبانو قوانین او فرامین د الله او د هغه د پیغمبر لارښوونې بللي او له خلکو یې غوښتي چې د طالبانو له نظام څخه ملاتړ وکړي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده پیغام هم د فراغت په مراسمو کې ولوستل شو. په دغه پیغام کې له محصلینو غوښتل شوي چې زده‌کړې یوازې د مادي ګټو لپاره ونه کاروي، بلکې د انسان د روزنې، د ښو ځانګړنو د ترلاسه کولو او د دین او مسلمانانو د خدمت لپاره یې وکاروي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، له پروان پوهنتون څخه نن ۸۵۷ محصلین فارغ شول چې نجونې پکې شاملې نه وې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.