TOOSnews
اعلان
د ناروې پاچا، پنځم هارالد، له ۳۵ کلنې واکمنۍ وروسته ومړ.
نړۍټوس نیوز

د ناروې پاچا، پنځم هارالد، له ۳۵ کلنې واکمنۍ وروسته ومړ.

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ناروې شاهي ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد پاچا پنځم هارالد د جمعې په سهار د اوسلو په پوهنتوني روغتون کې د ۸۹ کلونو په عمر وفات شو. هارالد چې د اروپا تر ټولو زوړ ژوندی پاچا بلل کېده، په دې وروستیو کې په وینه کې د باکتریايي انتان له امله په روغتون کې بستر شوی و.

پنځم هارالد په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو روغتیايي ستونزو له امله څو ځله تر درملنې لاندې راغلی و. هغه په ۲۰۲۴ کال کې د مالیزیا د یوه شخصي سفر پر مهال ناروغ شو او ناروې ته تر ستنېدو وروسته ورته د زړه د حرکاتو د تنظیمولو وسیله (پېس مېکر) ولګول شوه. د هغه روغتیايي وضعیت د ژوند په وروستیو کلونو کې څو ځله د رسنیو د خبرونو موضوع ګرځېدلی و.

هغه د روان کال په فبروري کې هم د اسپانیا د کاناري ټاپوګانو د سفر پر مهال د پوستکي د انتان له امله تر درملنې لاندې و. دغو روغتیايي ستونزو او د هغه لوړ عمر د دې لامل شول چې په ځینو رسمي مراسمو کې د پاچا حضور کم شي، خو هارالد تر پایه د خپلو شاهي دندو پر دوام ټینګار کاوه.

پنځم هارالد د ۱۹۳۷ کال د فبروري په ۲۱مه د ناروې پلازمېنې اوسلو ته څېرمه په اسکاؤم کې زیږېدلی و. هغه د ناروې د هغه مهال د ولیعهد اولاف او شهزادګۍ مارتا یوازینی زوی و. هارالد لومړنی ناروېژنی شهزاده و چې له ۵۶۷ کلونو وروسته د دغه هېواد په خاوره کې وزېږېد.

کله چې نازي جرمني په ۱۹۴۰ کال پر ناروې برید وکړ، هارالد د ماشومتوب پر مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای له هېواده ووت. هغه د دویمې نړیوالې جګړې یوه برخه په امریکا کې تېره کړه او له جګړې وروسته ناروې ته راستون شو. هارالد وروسته د ناروې د شاهي کورنۍ په یوه مهم شخصیت بدل شو.

په ۱۹۵۷ کال کې د ناروې د هغه مهال د پاچا اووم هاکون له مړینې وروسته، هارالد د دغه هېواد د ولیعهد په توګه وټاکل شو. هغه په راتلونکو کلونو کې د ولیعهد په توګه په رسمي فعالیتونو او د هېواد په عامه چارو کې ونډه اخیسته او څو لسیزې یې د پاچاهۍ د مسوولیتونو د منلو لپاره چمتووالی ونیو.

هارالد د ۱۹۹۱ کال د جنوري په ۱۷مه، د خپل پلار پنځم اولاف له مړینې وروسته، د ناروې پاچا شو. هغه د سلطنت له پیل وروسته د دغه هېواد په پارلمان کې لوړه وکړه او د هغه پاچاهي تر ۳۵ کلونو زیاته موده روانه وه؛ هغه دوره چې په ناروې کې له پراخو ټولنیزو او سیاسي بدلونونو سره مل وه.

د پنځم هارالد له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوی هاکون د هغه ځای ناستی شوی او د ناروې د نوي پاچا په توګه معرفي شوی دی. هاکون تر دې وړاندې هم د ولیعهد په توګه له خپل پلار سره د شاهي کورنۍ په ډېرو رسمي دندو کې برخه اخیسته.

هارالد په ۲۰۲۴ کال کې ویلي و چې د خپل عمر او روغتیايي وضعیت له امله به خپل رسمي فعالیتونه کم کړي، خو له پاچاهۍ څخه یې د استعفا یا ګوښه کېدو امکان رد کړی و. هغه ویلي و چې د پاچا کېدو پر مهال یې کړې لوړه د ټول عمر لپاره ژمنه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.