د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، کانګرس ته د یوه لیک په استولو سره اعلان وکړ چې له ایران سره پوځي نښته په رسمي توګه بیا پیل شوې ده. دا ګام د امریکا د جګړې د اختیاراتو قانون پر بنسټ پورته شوی او د هغه حکومت ته له کانګرس څخه د نوي جواز تر لاسه کولو پرته، د پوځي عملیاتو د دوام لپاره نوې ۶۰ ورځنۍ موده ورکوي.
ټرمپ د جولای په ۱۰مه په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې پولیټیکو رسنۍ ته رسېدلې، لیکلي چې پوځي بریدونه د جولای له ۷مې نېټې پیل شوي او په کور دننه او بهر کې د متحده ایالاتو د اتباعو او ګټو د ساتنې لپاره د ولسمشر د مسؤلیت په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
دغه لیک وروسته له هغه استول شوی چې ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د دوه میاشتني اوربند رسمي پای اعلان کړ. دا اوربند چې د لومړي ځل لپاره په اپرېل کې رامنځته شوی و، د پلي کېدو پر مهال د دواړو لورو د متقابلو بریدونو له امله څو ځله نقض شو، که څه هم امریکایي چارواکو تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې جګړه په بشپړه توګه بیا نده پیل شوې.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) چارواکو اعلان کړی چې امریکایي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په هرمز تنګي کې د تهران د بریدونو په ځواب کې د ایران له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي. ټرمپ هم د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا به پر ایران د سمندري محاصرې لګول بیا پیل کړي او د هرمز تنګي کنټرول به په خپل لاس کې واخلي.
ټرمپ تر دې وړاندې په مې میاشت کې کانګرس ته اعلان کړی و چې هغه جګړه چې په فبروري میاشت کې پیل شوې وه، پای ته رسېدلې ده. سپینې ماڼۍ په هغه وخت کې استدلال کړی و چې د اوربند په رامنځته کېدو سره د جګړې د اختیاراتو په قانون کې اټکل شوې ۶۰ ورځنۍ موده ودرېدلې ده، خو یو شمېر قانون جوړونکو دا انګېرنه ونه منله او ویې ویل چې د امریکا د پوځي حضور او د ایران د سمندري محاصرې دوام د نښتو د پای په مانا نه ده.
د نښتو رسمي بیا پیلېدل د ولسمشر د پوځي واکونو د محدودولو لپاره د کانګرس هڅې هم له لا ډېرو ننګونو سره مخ کوي. تېره میاشت، د امریکا سنا مجلس د ۴۸ مخالفو رایو په وړاندې په ۵۰ موافقو رایو سره د داسې یوه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چې د کانګرس له اجازې پرته د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه یې کوله.
د امریکا د استازو جرګې هم تر دې وړاندې ورته پرېکړه لیک تصویب کړی و، خو دا مصوبې له حقوقي پلوه لازمي نه دي او د ولسمشر د واکونو د محدودولو لپاره هر ډول اقدام ښايي د سپینې ماڼۍ له خوا رد شي.
ټرمپ د خپل لیک په پای کې ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونه د نورو اقداماتو لپاره د اړتیا په صورت کې او د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو په وړاندې د ګواښونو یا بریدونو متناسب، په بشپړ چمتووالي کې پاتې کېږي او دا حالت به تر هغې دوام ولري چې د هغه په وینا، اسلامي جمهوري نور د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره ګواښ نه وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








