TOOSnews
اعلان
پاكستان د شانګهاى همكاريو سازمان دوره يي مشري ترلاسه كړه.
نړۍټوس نیوز

پاكستان د شانګهاى همكاريو سازمان دوره يي مشري ترلاسه كړه.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستان د لومړي ځل لپاره د شانګهای همکاریو سازمان دوره‌یي مشري له قرغیزستان څخه ترلاسه کړه او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۷ کال د دغه سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه په اسلام‌اباد کې جوړه شي.

د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د سې‌شنبې په ورځ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک کې د سرمشریزې په ترڅ کې د مشرتابه د سپارلو پرېکړه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد په استازیتوب د سازمان مشري په رسمي ډول ترلاسه کړه.

پاکستان به د راتلونکي یوه کال لپاره د شانګهای همکاریو سازمان مشري کوي او د حکومت په وینا، د خپلې دورې پر مهال به پر سیمه‌ییزې سولې او امنیت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او د غړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو پر پراختیا تمرکز وکړي.

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره یوځای د شانګهای همکاریو سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی و او دا لومړی ځل دی چې اسلام‌اباد د دغه سازمان دوره‌یي مشري کوي. د ۲۰۲۷ کال تر ټولو مهمه غونډه به د پاکستان د مشرۍ پر مهال په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.