TOOSnews
اعلان
پاكستان پوځ: په اوو مياشتو كې ۳۱۴۵ وسله وال بريدونه شوي.
نړۍټوس نیوز

پاكستان پوځ: په اوو مياشتو كې ۳۱۴۵ وسله وال بريدونه شوي.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف چودري، وایي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په دغه هېواد کې ټولټال ۳۱۴۵ وسله‌وال بریدونه شوي چې له امله یې ۸۱۹ نظامیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي د جمعې په ورځ، د جولای ۳۱مه، په یوه خبري ناسته کې وویل چې له دغو بریدونو څخه ۱۹۷۱ په خیبرپښتونخوا، ۱۱۴۸ په بلوچستان او ۲۶ نور د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

د پوځ د ویاند په وینا، په همدې موده کې امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات کړي چې په پایله کې یې ۲۰۸۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

احمد شریف چودري زیاته کړه چې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ څلورو نظامیانو او ملکي وګړو د وسله‌والو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي شامل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند همداراز وویل چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په هېواد کې ۲۸ ځانمرګي بریدونه هم ثبت شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.