سناتور محمد اسحاق دار، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۶مه، چهارشنبې، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د چین شانګهای ښار ته ورسېد. دا رسمي سفر به د جولای تر ۱۷مې دوام وکړي او موخه یې د دوهاړخیزو همکاریو پراخول او په نړیوالو ناستو کې ګډون دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسحاق دار به د دغه سفر په ترڅ کې د خپل هېواد په استازیتوب او د وایکو تړون د بنسټ اېښودونکو غړو له ډلې څخه په توګه دغه هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال مصنوعي ځیرکتیا کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. دا غونډه د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې له مهمو نړیوالو ناستو څخه ګڼل کېږي، چې د حکومتونو چارواکي، متخصصین او د ټکنالوژۍ شرکتونو استازي پکې ګډون کوي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، اسحاق دار به د دغه کنفرانس په څنډه کې له یو شمېر چینايي چارواکو او نورو ګډونوالو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري. تمه ده چې په دغو خبرو کې د اقتصادي همکاریو پراختیا، ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا او د پاکستان او شریکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا مهم بحثونه وي.
سناتور محمد اسحاق دار د شانګهای هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال د شانګهای د ښاروال مرستیال وو وي، او په چین کې د پاکستان د سفارت او قونسلګرۍ د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خوا یې هرکلی وشو.
لیکواله:سلیمه آریایي








