د امریکا د جګړې وزارت د کابل هوايي ډګر پر «ابې ګېټ» دروازې د داعش د خونړي برید د پنځمې کلیزې په مناسبت اعلان کړی چې د پېښې د بیا څېړلو ځانګړي پلاوي داسې محرمانه او مهم اسناد موندلي چې تر دې وړاندې نه وو افشا شوي.
د امریکا د جګړې د وزیر جګپوړي سلاکار شان پارنل د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د څېړنې ډلې دغه اسناد په داسې ځایونو کې موندلي چې، د هغه په وینا، د پټ پاتې کېدو لپاره ساتل شوي وو.
پارنل ویلي، د اسنادو له ارزونې وروسته څرګنده شوې چې «ولې او چا هڅه کړې وه چې دا اسناد پټ وساتي». نوموړي د اسنادو د منځپانګې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې څېړنې لا هم روانې دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د عملیاتو پر مهال، د کابل هوايي ډګر د «ابې ګېټ» دروازې ته څېرمه د داعش خراسان څانګې ځانمرګی برید وکړ. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.
پارنل ویلي، د حقیقت موندنې پلاوی به شواهد تر هغې کچې تعقیب کړي چې امکان ولري او هڅه کوي د هغو پرېکړو په اړه بشپړ او بېمصلحته ځوابونه ومومي چې د پېښې د رامنځته کېدو لامل شوي.
د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسټ تېر کال د دغه برید د څلورمې کلیزې پر مهال اعلان کړی و چې شان پارنل به د پېښې د بیا ارزونې د ځانګړي پلاوي مشري کوي. هېګسټ هغه مهال ویلي وو چې د قربانیانو کورنۍ او امریکايي ولس حق لري پوه شي چې په افغانستان کې څه پېښ شوي او پوځ باید په دې اړه ځواب ویونکی وي.
د دغه پلاوي د جوړېدو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د برید په اړه د لومړنیو څېړنو تکمیلي ارزونه ترسره کړه.
په هغې ارزونه کې ویل شوي وو چې بریدګر د داعش خراسان غړی و او د لومړنیو څېړنو موندنې سمې وې؛ خو په تکتیکي کچه د برید مخنیوی ممکن نه و.
امریکايي چارواکو تر اوسه د ځانګړي پلاوي د څېړنو د پای ته رسېدو کره نېټه نه ده اعلان کړې، خو وايي، د قربانیانو کورنۍ او عامه افکار باید د هغو پرېکړو د څرنګوالي او علتونو په اړه بشپړ انځور ترلاسه کړي چې د دغه خونړي برید تر رامنځته کېدو مخکې شوې وې.
لیکوال:سعید سمیر








