دمسعود پزشکیان ویلي، د ایران حکومت د اسلامي جمهوریت د مشر پرېکړو ته بشپړ تابع دی او که علي خامنهیي د خبرو اترو یا غونډو د نه ترسره کېدو امر کړی وای، نو هېڅ ډول غونډه او مذاکرات به نه وو شوي.
پزشکیان ټینګار کړی چې هېڅوک باید داسې انګېرنه رامنځته نه کړي چې ګواکې حکومت او وسلهوال ځواکونه دوه جلا جوړښتونه دي، ځکه د هغه په وینا، ټولې پرېکړې د هېواد د مشر تر لارښوونې لاندې ترسره کېږي.
بلخوا، ایران په ملګري ملتونه کې د خپلې دایمي استازولۍ له لارې د امنیت شورا او عمومي اسامبلې ته په یوه رسمي لیک کې د یسراییل کاتز وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د ایران د مشر پر ضد د ترور ښکاره ګواښ بللی دی.
په دغه لیک کې راغلي چې د اسراییلي چارواکو څرګندونې د تهران په وینا د «دولتي ترهګرۍ» د منظمې تګلارې برخه ده او ادعا شوې چې دا اقدامات د امریکا په همغږۍ او ملاتړ ترسره کېږي. ایران همداراز ویلي، د یوه هېواد د لوړپوړو چارواکو په نښه کول د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده او خبرداری یې ورکړی چې د ایران پر ضد هر ډول «دښمنانه اقدام» به له چټک او پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








