TOOSnews
اعلان
پرتګال په عامه ځایونو کې د مخ پټولو د محدودیت قانون توشېح کړ.
نړۍټوس نیوز

پرتګال په عامه ځایونو کې د مخ پټولو د محدودیت قانون توشېح کړ.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پرتګال ولسمشر انتونیو ژوزه سېګورو په عامه ځایونو کې د مخ د بشپړ پټولو د منع قانون لاسلیک کړ؛ د سرغړونکو لپاره له ۱۵۰ تر ۳۰۰۰ یورو پورې جریمه ټاکل شوې ده.

دغه قانون، چې په پرتګالي رسنیو کې د «برقع قانون» په نوم مشهور شوی، هغه ډول پوښاک محدودوي چې د یو کس مخ په بشپړه توګه پټوي یا په عامه ځایونو کې د هغه د پېژندلو امکان له منځه وړي.

د تصویب شوي قانون له مخې، هغه کسان چې له استثنايي شرایطو پرته په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي، له ۱۵۰ تر ۳۰۰۰ یورو پورې نغدي جریمې سره مخ کېږي. د جریمې اندازه به د سرغړونې د شرایطو له مخې ټاکل کېږي.

په دې قانون کې روغتیايي، مسلکي، هنري او د هوا اړوند شرایط د استثناوو په توګه په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه، په مذهبي ځایونو، دیپلوماټیکو استازولیو او د الوتکو دننه د مخ پوښل د دې بندیز له ساحې څخه مستثنا دي.

نوی قانون د مخ پټولو د محدودولو ترڅنګ، د جنسیت، مذهب، عمر یا قومي هویت له امله پر افرادو د مخ پټولو د جبري کولو عمل هم منع کوي او د داسې چلند لپاره یې مجازات ټاکلي دي.

د پرتګال ولسمشر په یوه اعلامیه کې، د دې موضوع ټولنیزو او کلتوري حساسیتونو ته په اشاره، ویلي چې د وګړو د حقونو او مسوولیتونو ترمنځ د توازن رامنځته کول اسانه کار نه دی. هغه د مخ ښکاره پاتې کېدل په پرتګالي ټولنه کې د ټولنیز باور له بنسټونو څخه بللي دي.

د دې قانون لومړنۍ طرحه د «چېګا» په نوم د ښي اړخي ګوند له خوا وړاندې شوې وه او د جولای په میاشت کې د واکمن ائتلاف او د منځني ښي اړخي سوسیال دموکراټ ګوند په ملاتړ د پارلمان له خوا تصویب شوه. کیڼ اړخو ګوندونو، له ډلې یې سوسیالست او کمونیست ګوندونو، له دې طرحې سره مخالفت کړی و.

د قانون مخالفانو خبرداری ورکړی چې د دې قانون پلي کېدل ښايي د اسلام‌هراسۍ د زیاتېدو او پر مذهبي لږکیو د فشار لامل شي. د پرتګال د ښځینه حقوقپوهانو ټولنې هم د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي قانون د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

د دې قانون په پلي کېدو سره، پرتګال د یو شمېر اروپايي هېوادونو، لکه فرانسه، بلجیم، اتریش، ډنمارک او هالنډ، له ډلې سره یوځای کېږي چې تر دې مخکې یې په عامه ځایونو کې د مخ د بشپړ پټولو لپاره محدودیتونه وضع کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.