TOOSnews
اعلان
په هلمند کې د دوو ۶ او ۸ کلنو ماشومانو له سپین ږیرو نارینه‌وو سره د اجباري ودونو مخه ونیول شوه.
افغانستانټوس نیوز

په هلمند کې د دوو ۶ او ۸ کلنو ماشومانو له سپین ږیرو نارینه‌وو سره د اجباري ودونو مخه ونیول شوه.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په تېرو دوو ورځو کې خپرو شوو راپورونو په هلمند ولایت کې د دوو ماشومانو د ودونو خبر ورکړی؛ په دغو پېښو کې ټاکل شوې وه چې دوه ۶ او ۸ کلنې نجونې له ۶۰ او ۸۰ کلنو سړیو سره واده وکړي. د راپورونو له مخې، له دغو ودونو څخه یو یې له ترسره کېدو مخکې درول شوی او بل نکاح د قضايي څېړنو وروسته فسخه شوې ده.

په هلمند کې د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولانو د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، اعلان وکړ چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوې کورنۍ خپله ۸ کلنه لور له یوه ۸۰ کلن سړي سره نکاح کړې وه. د دغه دفتر په وینا، په ولسوالۍ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له موضوع څخه تر خبرېدو وروسته مداخله کړې او د دې واده د دوام مخه یې نیولې ده.

په هلمند کې د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ هم په یوه جلا خبرپاڼه کې د یوې بلې پېښې خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه ۶ کلنه نجلۍ د ۲۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره نکاح شوې وه. د خبرپاڼې له مخې، د دې ماشومې پلار په نشه‌يي توکو روږدی دی او خپله لور یې د یادو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې دغه سړي ته په نکاح کړې وه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې قضیې دوسیه د قانوني څېړنې لپاره ابتدایي محکمې ته استول شوې ده. د طالبانو د اعلامیې له مخې، محکمې د دوسیې له څېړلو وروسته د ۶ کلنې نجلۍ نکاح فسخه کړې ده. د طالبانو چارواکو د دې ماشومې د اوسني وضعیت او د هغې د کورني شرایطو د حل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د ماشومانو ودونه په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بنسټونو او د ماشومانو د حقونو د مدافعانو د اندېښنې وړ موضوع پاتې شوې ده. دغه اندېښنې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په داسې حال کې لا زیاتې مطرح شوي چې اقتصادي ستونزې او د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه هم زیات شوي دي. نړیوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې فقر او له زده‌کړو څخه محرومیت په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.